تبليغاتX
بسم الله الرحمٰن الرحيم منزل



۲۷

غزل

لــــــــه ســرو سترګو دې تاوې دي شغلـــې د ژونــــــــــدانه

تړلـــــــې مې په تاپورې اســــرې د ژونـــــــــدانــــــــــــــــه

جـــانان وو ښايسته وو ، زه يې خوښ وم ، دى مې خوښ وو

پــــــــــــدې ښايسته كوومه ورځــــــې شپې د ژوندانـــــــــــه

بې ياره به څه ژوند وي څه به يې حال وي څه به يې خوند وي

بــــــــــــــس هسې له ناكامه وي پېښــــې د ژوندانــــــــــــــه

سلطانه نه دې غږ شته ، نه دې شر او نه دې شور شتـــــــــه

ښكاريــــــــــږي چې دې مړې شولـــې ډېوې د ژونــــــــدانه

 

سلطان احمدزى

 

 

+ نويشته سوي په  سه شنبه دهم شهریور 1388ساعت 10:0  په واسطه ده سلطان احمدزى   | 



 

اوس هم د چا ځان يمه اوس هم په چا ګران يمه

اوس هم د ښايسته جانان ژوند يمه جانان يمه

ډېر به پارولي وي دې خاموشه ژوند زما

ستا د زلفو خوى لرم خير كه پريشان يمه

بيا به مې ته غواړې خو نه به در ستنيږمه

زه ستا د ځوانۍ غرور ځم درنه روان يمه

ولې دې په مړو سترګو خوله له بخته وغواړم

زه چې د تقدير پر سر ټكى د امكان يمه

مل ستا د منزل ومه پاتې شومه هېر شومه

ستا له پښو پرېوتى پل ستا له لاسه وران يمه

خاورو لاندې پروت يمه ساه راكړه ژوندى مې كړه

زما د زړه ټوټې ګلې ستا د زړه سلطان يمه

+ نويشته سوي په  یکشنبه بیست و پنجم اسفند 1387ساعت 9:20  په واسطه ده سلطان احمدزى   | 



جانان دومره واقعیت وو چې یو خیال د زنده ګي وو

د سوالګر  ملنګ له خولې نه لکه پال دزنده ګي وو

یو نظر یې زما ژوند وو بل نظر ېې زما مړینه

د وفا هیله له یاره لکه سوال د زنده ګي وو

ژوند مو هم له مرګه جوړ وو مرګه ته مو هم په یاد وې

دې له وینو ډک هیواد کې دا مو حال دزنده ګي وو

هلته هم مینې کېدلې خوبس مونږه ترې محروم وو

یو د کلي پېغورونه بل جنجال د زنده ګي وو

هره لار د پرمختګ  مو وه  تړلې   په وهمونو

خپل بیځایه غیرتونه  مو دیوال دزنده ګي وو

د منزل په رسیدو کې څه متاع نه وه سلطانه

دژوندون د بقا هڅه هم زوال دزنده ګي وو

سلطان احمدزی

+ نويشته سوي په  سه شنبه پنجم آذر 1387ساعت 8:46  په واسطه ده سلطان احمدزى   | 



 

 

زه پيدا يمه ماتم ته او ماتم زما دپاره

خوشالي په نورو زړو كې د زړه غم زما دپاره

ورانوه مې څو دې وس وي ، دساده پښتون هېواد يم

ته وا جوړ دى له ازله هر يو بم زما دپاره

دوه ارمانه زما ژوند دى په سلګو سلګو يې غواړم

وخته بس دى يوه جونګړه يو صنم زما دپاره

زه يې مور زه يې جنت يم ، زه يې ګران افغانستان يم

خداى خو لوى دى څوك به راوړي ، څه مرهم زما دپاره

ابتكار د هر رهبر مو ، د لښكرو جوړول وو

چا جوړ نه كړلو سلطانه يو قلم زما دپاره
+ نويشته سوي په  سه شنبه بیست و نهم مرداد 1387ساعت 11:16  په واسطه ده سلطان احمدزى   | 



 

وخت لكه وحشي سيلاب وړي يو ګودر نشته

پاى به يې څه بيا مومو موږ سره يې سر نشته

زړونو كې مو يو بل ته دومره مينه شته ياره

دا طوطيان به يو وو خو دې پنجرو كې ور نشته

لاره يمه مل مې شه زه درته منزل ښايم

ورك يې كړه ياغي قامت دا كمال د غر نشته

ستا د خولې هزار كيسې زړه راته ساتلې دي

                       زه څومره ساده يم چې وايمه دلبر نشته
+ نويشته سوي په  دوشنبه دهم تیر 1387ساعت 11:8  په واسطه ده سلطان احمدزى   | 



 

كه مينه عامه نه شي ، خو يو څو كې به ښكاره شي

په سترګو كې كه پټه شي په زړو كې به ښكاره شي

جانان د وخت تيارو كه رانه پټ كړو په نقاب

د لال غوندې به روڼ وي په ايرو كې به ښكاره شي

ښايست كه هر څو ورك شي لكه ورك مرغ هما

دا ستا د تورو سترګو ائينو كې به ښكاره شي

د حسن نازكۍ يې رانه څه پوښتي ياران

                             زما د ګل غزل په رنګينو كې به ښكاره شي
+ نويشته سوي په  شنبه یکم تیر 1387ساعت 16:14  په واسطه ده سلطان احمدزى   | 



 

 

خير كه تړلې لېونو زلمو تر څنګه نه يم

د پښتون توره يم پړكېږمه او زنګه نه يم

 

داسې ماحول دى چې مين سړى بې ننګه ګڼي

كه نه په خداى كمزورى نه يمه بې ننګه نه يم

 

پوښتې مې څه له د خوږمن زړګي دردونه ګلې

ښه خبرداره يې چې څنګه يمه څنګه نه يم

 

څنګه سنګر د مينې پرېږدمه او شاته شمه

لا خو ستومانه د خوني سترګو له جنګه نه يم

 

له اوښكو ډك ليمه لرم په وينو لژند وجود

ښه دى بې ابه نه يم ښكليو ته بدرنګه نه يم

 

سلطانه خير كه دې رټمه د پښتو وطن دى

خو خوښ مې ډېر يې راته ګران يې درنه تنګه نه يم

+ نويشته سوي په  چهارشنبه بیست و دوم خرداد 1387ساعت 10:53  په واسطه ده سلطان احمدزى   | 



 

ډاكټر مصور چې د شخصي دښمنۍ له امله  په بې رحمۍ ووژل شو

                                                                                                                  

مصوره زړه مې ستا  خبرې غواړي

مصوره ستا تصوير راته ياديږي

چې تقدير يې د خپل قوم بدلول غوښتل

سپيڅلتيا ستا د ضمير راته ياديږي

 

مصوره ته د ګل غوندې ښايسته وې

خو بدرنګو دې ځواني  لمبه لمبه كړه

په سينو كې  يې چې كاڼي ګرزول نو

په چړو باندې يې  څيرې  ستا سينه كړه

 

ته خو لاړې خو ارمان به دې ژوندى وي

دا ډېوه  به بلوو په تورتموكې

ته به نه يې خو ګلباغ به دې سمسور وي

يادوي به دې بلبلې په نغمو كې

 

مصوره دا فضا به رنګينه شي

ستا د پاكو وينو ښكلى رنګ به واخلي

تا چې وكرله مينه پدې چم كې

خداى خو لوى دى لدې كلي جنګ به واخلي

+ نويشته سوي په  چهارشنبه بیست و پنجم اردیبهشت 1387ساعت 9:55  په واسطه ده سلطان احمدزى   | 



معلمه سردې چيرته ښكته مه شه

هسكه دې غاړه له هرچانه اوسه

تل دې د  پـــاكو ارزوګانو دنيا

پاكه سپېڅلې او ودانه اوسه

تل دې ځلانده دپوهنې ډېوه

دزړه په خونه كې روښانه اوسه

 

معلمه ته درڼا ګانو داعي

ته دتياره وجودضميربدلوې

ته مو دملك دابادۍ لاروى

ته مودخوارملت تقدير بدلوې

ته دورك لارو قـافلو رهنما

ته داغزن سفر مسير بدلوې

 

معلمه ويښ كړه خوبولي زړونه

پام كوه نن دويښېدلو وخت دى

نورې به پرېږدو دژړاخبرې

دخوشالۍ او خندېدلو وخت دى

ځئ چې روان شو دمنزل په طرف

اوس دمنزل درسېدلو وخت دى

 

معلمه داسې اتلان وروزه

چې هم خپل ځان او هم ملت پېژني

اوهم په خپله دعزت لايق وي

هم دملت شان وشوكت پېژني

چې يې په خوله كې وي دمينې پېغام

چــې نه نفاق اونه نفرت پېژني

 

معلمه داسې اتلان وروزه

چې دوطن بچي بې موره نكړي

دوطن پېغله خپله خوروګڼي

خپله افغانه خورسرتوره نكړي

چې دمظلوم له اهه ووېريږي

چې بې ګناه خلك بې كوره نكړي

 

معلمه داسې سبق وركړه ورته

چې ټوپك واچوي قلم راواخلي

دزخمي زړونو پرهرونو باندې

مالګې ونه ښيندي مرهم راوخلي

دتورتمونو اوتياروله كوره

دسوكالۍ په لور قدم راواخلي

 

+ نويشته سوي په  چهارشنبه چهارم اردیبهشت 1387ساعت 11:7  په واسطه ده سلطان احمدزى   | 



 

اخر به نيمه خوا په نيمه لار پاتې كيږي

هر څوك چې بې وفاوو سره يار پاتې كيږي

جانان به تل زما وي زه به تل يم د جانان

پېغور مې كه دواړو اوږو بار پاتې كيږي

هغه چې مې ګڼله خپل پرهر لره درمان

هغه مې لكه څړيكه په پرهار پاتې كيږي

اخر به هم پرې زانګي د خوږې مينې ياران

اميل غوندې به غاړه كې ددار پاتې كيږي
+ نويشته سوي په  سه شنبه سوم اردیبهشت 1387ساعت 10:25  په واسطه ده سلطان احمدزى   | 



ځكه ناثور شو پرهر د مينې

چارانه بيل كړو دلبر دمينې

د ژوند شېبې مې په وينو سرې شوې

په زړه مې خښ خنجر دمينې

د بيلتون سيورى چې پرې را خور شو

توره تياره شو سحر د مينې

هله قاصده په منډه لاړ شه

له ياره را وړه خبر د مينې

دا هنر نه دى چې زړونه بيل كړې

غمازه زده كړه هنر د مينې

خير كه ستومانه د مينې لار ده

غېږه د يار ده بستر دمينې

د بڼو غشي را باندې وار كړه

سترګو كې جوړ سنګر د مينې

عقله اثر دې له مانه واخله

را باندې وشو اثر د مينې

اوښكې مې ساته په خپله غېږ كې

ګرېوانه دا دى ثمر د مينې

څه به دې خير وي سلطانه وايه

چې دې رقيب شو رهبر دمينې

+ نويشته سوي په  دوشنبه نوزدهم فروردین 1387ساعت 12:46  په واسطه ده سلطان احمدزى   | 



 

كاشكې زړو سترګو كې ووينمه ځوان ستونه

كاشكې چې راشي هغه ښكلې د بهاره سره

كاشكې بدل كړي زمانه نور د ظلمت خويونه

كاشكې مې يو كړي يو څو ورځې د خپل ياره سره

 

كاشكې مالت كې مو ميلمه شي يو زړه سوانده سپرلى

چې په ګلونو ورته فرش كړمه دكلي لارې

كاشكې راوستى مينانو انقلاب وي په ملك

چې دهجران په زړه يې ايښې وي تېرې نوكارې

 

كاشكې مې سر كړي د اسرارو سندريز تارونه

په غزلبولو سترګو اوګوري سلام راكړي

چې تخيل مې دښايست په درګاه وګرزوي

او تحفه كې ديو مست غزل الهام راكړي

 

كاشكې په  لوڅو سترګو وكړو سره څو خبرې

چې ورته لوڅ كړمه د خپل زړګوټي پټ رازونه

كاشكې چې نوش كړمه د شونډو د كوثر جامونه

چې پرې كرار كړم د تودې مېنې تازه اورونه

 

كاشكې له سترګو مې روان شي بيا د اوښكو بهير

چې بيا تازه شي په څپو شي په مستي راشي

كاشكې مې بيا په زړه كې وسپړي زاړه زخمونه

چې خولګۍ وا كاندي له سره په ځواني راشي

+ نويشته سوي په  دوشنبه بیست و هفتم اسفند 1386ساعت 10:18  په واسطه ده سلطان احمدزى   | 



ژوند را سره نشته  قاتلان راپسې نه  راځي
ستورو پسې نه ځمه آسمان  راپسې نه  راځي

منځ کې مو  انا  د همالیې هسې ولاړه  ده
زه ورپسې نه  ورځم جانان  راپسې نه  راځي

سترګې رانه  واړوه چې ټکي مې بې ژبې شي
اور  راپسې مړ کړه چې امکان  راپسې نه راځي

هسې نه وریځه مو د سترګو  روزه ماته  کړي
پورته ترینه ځمه چې باران راپسې نه راځي

بس دی "شاه سعوده" نور د هر څه نه لاس اخلمه
هاغه ځای ته ځمه چې خپل ځان راپسې نه راځي

 

+ نويشته سوي په  دوشنبه سیزدهم اسفند 1386ساعت 13:40  په واسطه ده سلطان احمدزى   | 



 

 

راشی د ځوانۍ سيكه مې بيا يوسي

ټول خواږه خوبونه مې بلا يوسي

څوك مو د لمر فكرو ځلا نه زغمي
وايي دې تيارو ته به رڼا يوسي

بمه ستا ټوټې به چاته ورسي
ستړي اندامونه به له چا يوسي

اوښكې مو كه پاڼې د ګل نه شولې
لپې به شي غېږ كې به دعا يوسي

 

+ نويشته سوي په  چهارشنبه هشتم اسفند 1386ساعت 14:9  په واسطه ده سلطان احمدزى   | 



 

څه دستور دى ددې كلي څنګه لار ده ددې خلكو

چې بلا ترې امان غواړي هلته كار ده ددې خلكو

ماښامونه يې خوړل كړي لكه تورې بلاګانې

د سرو وينو رنګ اخيستى هر سهار ده ددې خلكو

خوږې ميندې د زامنو نوي غم ته شېبې شماري

يوې بلې جنازې ته انتظار ده ددې خلكو

دوى ځانونه وژني وايي مونږه واك په وطن غواړو

خو د ذهن په پلاز كې بل واكدار ده ددې خلكو

ځه رښتيا وايه سلطانه څه به لاپې پدې قام كړې

ځان وژنه ورور وژنه افتخار ده ددې خلكو

+ نويشته سوي په  یکشنبه پنجم اسفند 1386ساعت 12:36  په واسطه ده سلطان احمدزى   | 



د پرتو نادري  ډير خندونکی  او شرموونکی استدلال

دشنبې په ماښام د څوکۍ سالار ربانې په نورين تلويزيون کې د ژبې پر سر د پرتونادري استدلال چې ځان ليکوال شاعر روڼ اندى او څه  څه څه ..... بولي  خندونکى و،  اول يې دوه سوه ښکنځل ښاغلي وزير خرم ته وکړل او ويې ويل:

چې : زه شک لرم چې خرم به د فلاني شاعر يو غزل پوره سم وويلاى شي .
ده وويل شک لري چې ښاغلى خرم به د فلاني خان دکتاب يوه پاڼه سمه ولوستى شي .
 
ده وويل دى شک لري چې خرم صاحب به د تاريخ څخه پوره خبر وي .......؟


ادامه مطلب...
+ نويشته سوي په  چهارشنبه یکم اسفند 1386ساعت 11:55  په واسطه ده سلطان احمدزى   | 



سپېره په غم لړلې او خواره زنده ګي ده

مرګيه رارسېږه بې ياره زنده ګي ده

مين دلته مجرم دى او مينه بدنامي ده

ناكاره چاپېرچل كې نا چاره زنده ګي ده

د حال پوښتنه مه كړه بې ننګه ياره ښه يم

غمونه دي او زه يم  كراره زنده ګي ده

د مينې ابراهيم يم لمبې په سره خوشال يم

را كړې خداى و ماته له ناره زنده ګي ده

الفت درسره مل شه او عقل دې غلام شه

جنونه ستا په غېږ كې هوښياره زنده ګي ده

قسم دى كه تيريږي سلطانه بې له تانه

                         رنځورې ورځې شپې دي بيماره زنده ګي ده
+ نويشته سوي په  سه شنبه سی ام بهمن 1386ساعت 13:22  په واسطه ده سلطان احمدزى   | 



               اف لـــمبه شـــوم مسلمــــانه                        

               بــې جانان يم بې جانـــــانه

               ورك شه څه غواړې له مانه                       

               خپله لار وهه ارمــــــــــــانه

 

                د هغې ښكلې  په مخ مــــــې                      

                تـــه  ساتلې  په سينه كـــې

                د ماهي غوندې مې پروت وې                  

                د سرو وينو په چينه كـــې

                په شېبه كې پوفنــــــاه شوه                        

                 وه تـــــصوير په ايينه كـې

 

                نور دې نه ساتمه ګــــــــــرانه                   

                نـــــور دې نه پالمه ګــرانه  

                خــــــــپله لار وهه وارمانـه                      

                خــــپله لار وهـــــــه ارمــانه

 

                اوس هغه ډېوه ګۍ نشتــه                     

                چې به ستا محل رڼا كـړي

                 دژوندون اغـزن سفر تـــــــه                      

                 د ګـــــلونو دعــــــا راكـړي

                 راروانې بــــــــد مرغۍ مې                     

                  په نطفه كې نيمه خوا كړي

 

                  تيارې راغـلې د هر خوانـه                     

                 خـــــپله لار وهــــــه ارمــانه

 

                ټولــه يو مخـــه ښـــكلا وه                  

                نـــــــــازولـــــه به مې ډېـــــره

               خداى دې نكړي چې به دا وي             

                پـــه ژونــدون را ځنې هېــره

                په ايمان يــې درته وايــــم                                 

                 لــــــه ايـــمانـــــه وه راتــــېره

 

               رانــــــــــــه لاړه په اسانـــــه                               

               خــــــــــپله لار وهـــه  ارمـانه

+ نويشته سوي په  پنجشنبه بیست و پنجم بهمن 1386ساعت 10:22  په واسطه ده سلطان احمدزى   | 



 

اوس كه بد دي اوكه ښه كيږي اشنا

واړه زما اوستا په خوله كيږي اشنا

زه اوس چېرته ته اوس چېرته رانه ورك يې

ددې ژوند سره مې نه كيږي اشنا

څوژوندى يم ستا دمينې پت به پالم

كه په سر كه په ليمه كيږي اشنا

خداى دپاره غم لړلي ضد نه واوړه

راپخلاشه پدې څه كيږي اشنا

پښه نيولې پرمخ ځې په وروسته ګورې

هم دې زړه هم دې ساړه كيږي اشنا

+ نويشته سوي په  چهارشنبه هفدهم بهمن 1386ساعت 11:40  په واسطه ده سلطان احمدزى   | 



چې مې هر نظر كې مېشت شو چې په زړه كې مې ودان شو

اوس يې جار له هره جوره اوس مې زړه شو اوس مې ځان شو

خدايه دا دوزخي حسن راته څومره څومره خوږ شو

خدايه دا قاتل نظر را باندې څومره څومره ګران شو

سلطان

 

+ نويشته سوي په  دوشنبه هشتم بهمن 1386ساعت 12:15  په واسطه ده سلطان احمدزى   |